کابل ټربیون - د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس وایي، امریکا غواړي چې ایران د یورانیمو له غني کولو ډډه وکړي او خپل غني کړي یورانیم دغه هېواد ته وسپاري.
جی ډي ونس له فاکس نیوز سره خبرو کې دغه راز ویلي چې امریکا له ایران داسې تضمین غواړي چې تر دې وروسته به د اټومي وسلې د جوړولو هڅې نه کوي.
هغه ویلي چې اسلام اباد کې یې ایراني پلاوي ته دا شرایط روښانه کړي او اوس باید ایران پرېکړه وکړي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، که ایران دا شرایط ومني نو د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.