Search

په بغلان کې پر جومات وسله‌وال برید؛ څلور کسان وژل شوي او درې ټپیان دي

News image
25 وری 1405 - 16:52

د بغلان ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دې ولایت د خنجان ولسوالۍ په یوه جومات کې د وسله‌وال برید له امله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د بغلان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، شېراحمد برهاني، ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې په ماښام د خنجان ولسوالۍ په یوه جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، وسله‌والو کسانو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

برهاني زیاتوي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا پېښه د کورنۍ شخړې او شخصي دښمنۍ پایله ده.

نوموړي همداراز تایید کړې، چې د پېښې وروسته دوه شکمن کسان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او د پېښې د انګېزې او جزیاتو په اړه څېړنې روانې دي.

بغلان له دې وړاندې هم د ورته تاوتریخوالي پېښو شاهد پاتې شوی، او ځایي مسوولین وایي چې په ځینو سیمو کې د دا ډول پېښو تر شا د شخصي او کورنۍ شخړو زیاتوالی یو مهم عامل بلل کېږي.