د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل چینايي سیال وانګ یي سره د چین په پلازمېنه بېجینګ کې لیدلي او د دوهاړخیزو اړیکو او مهمو نړیوالو ننګونو په اړه یې ژورې خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، دا د روان ۲۰۲۶م کال لومړنۍ مخامخ لیدنه وه، چې تر دې وړاندې دواړو لورو څو ځله ټیلیفوني خبرې کړې وې. په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر راتلونکو لیدنو وړاندې د همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
لاوروف ویلي، چې اوسنی نړیوال وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی او د لاتینې امریکا، منځني ختیځ او اوکراین روان وضعیت ته یې اشاره کړې ده.
هغه د لوېدیځ هېوادونو هغه هڅې هم نیوکه کړې، چې د ده په وینا د اوکراین جګړه لا پسې پراخوي، او خبرداری یې ورکړی چې په اوراسیا کې د نویو سیاسي او پوځي ائتلافونو جوړول به وضعیت نور هم پیچلی کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز په ختیځې اسیا کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د تایوان، د جنوبي چین سمندر او د کوریا ټاپووزمې مسایل یې مهم بللي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لورو د ملګرو ملتونو، بریکس او شانګهای همکاریو سازمان په څېر څو اړخیزو چوکاټونو کې د همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
لاوروف دغه لیدنه مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې د نړیوال بېثباتۍ د مهار لپاره عملي او همغږي ګامونه اړین دي.