په هرات کې د طالبانو د ولایت مقام ویلي، چې د ترکیې د ویزو د وېش بهیر د سوداګرو او ناروغانو لپاره پیل شوی دی.
د هرات ولایت مقام د چهارشنبې په ورځ د حمل ۲۶مه ویلي ،چې په کابل کې
د سادین ایلدیز د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي مولوي نور احمد اسلامجار سره
په لیدنه کې ویلي، چې په هرات کې د سوداګرو او ناروغانو لپاره د ترکیې د ویزو
ورکولو بهیر پیل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، دواړو لورو د یوې ناستې پر مهال د دې بهیر د لا
اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي او د ترکیې سفیر ډاډ ورکړی چې د ویزو
د صادرولو په برخه کې به نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
همداراز په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیه ترمنځ د اقتصادي اړیکو
او همکاریو په اړه خبرې شوې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.