Search

سعودي عربستان پاکستان ته ۸ میلیارده ډالره مالي ملاتړ پراخ او تمدید کړ

News image
26 وری 1405 - 12:23

د پاکستان د مالیې وزارت ویلي، چې سعودي عربستان د دغه هېواد لپاره د ۵ میلیارد ډالرو موجوده زیرمې موده غځولې او سربېره پر دې یې ۳ میلیارد ډالره نور مالي ملاتړ هم منظور کړی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، د سعودي له لوري دا اضافي ۳ میلیارد ډالره به په راتلونکو ورځو کې ورکړل شي او د ۵ میلیارد ډالرو موجوده زیرمه به نور د کلني تمدید پر بنسټ نه وي، بلکې د اوږدې مودې لپاره غځول شوې ده.

هغه ویلي، دا ملاتړ د پاکستان د بهرني تمویل اړتیاوو په مهم پړاو کې ترسره کېږي او د بهرنیو اسعارو د زېرمو په پیاوړتیا او د بهرني حساب په ثبات کې مرسته کوي.

اورنګزیب زیاته کړې چې پاکستان هڅه کوي د نړیوال وجهي صندوق له پروګرام سره خپلې ژمنې پوره کړي او د مالي کال تر پایه شاوخوا ۱۸ میلیارد ډالرو زېرمو ته ورسېږي.

د مالیې وزارت په وینا، پاکستان تازه د ۱.۴ میلیارد ډالرو یورو بانډ بیرته ادا کړی او د خپلو ټولو بهرنیو پورونو پر وخت ادا کولو ته ژمن دی.

سعودي عربستان د پاکستان یو له مهمو مالي ملاتړکوونکو هېوادونو څخه بلل کېږي، چې دا ډول مرستې یې د دغه هېواد د اقتصادي ثبات په برخه کې مهم رول لوبولی دی.