Search

طالبان: پرون ۸۰۰ څخه ډېرې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

News image
27 وری 1405 - 09:03

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، چې پرون ۸۲۵ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغې کمېسیون د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له دې ډلې ۶۶۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۹۳ کورنۍ د سپین‌بولدک له لارې، ۵۱ کورنۍ د پل ابریشم له لارې او ۱۴ کورنۍ د اسلام‌قلعې له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

همداراز، تر دې یوه ورځ مخکې هم ۹۰۲ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

راپورونه ښيي، چې ډېری دغه کډوال د اقتصادي فشارونو، د قانوني استوګنې د اسنادو نشتوالي او په یادو هېوادونو کې د کډوالۍ د سختو شویو پالیسیو له امله بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.

هممهاله، نړیوالو بنسټونو د راستنېدونکو پر وړاندې د شته ستونزو، لکه د سرپناه کمښت، بې‌کاري او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی، په اړه اندېښنه ښودلې ده.