Search

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د افغانستان په سوېل ختیځ کې نږدې ۳۵ زره کسان وروستیو نښتو اغېزمن کړي

News image
28 وری 1405 - 07:53

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونیسیار) ویلي، چې د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو کې وروستیو نښتو نږدې ۳۵ زره کسان اغېزمن کړي او په دې سره په سیمه کې د بشري مرستو اړتیاوې زیاتې شوې دي.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د یونیسیار دفتر له نورو ملګرو ملتونو ادارو او بشري بنسټونو سره په ګډه کار کوي، څو اغېزمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي. په دغو مرستو کې خېمې، لمریز څراغونه او نور اړین د مرستې توکي شامل دي.

د اعلامیې له مخې، دا مرستې د هغو بې‌ځایه شویو او زیانمنو ټولنو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دي، چې د تاوتریخوالي له امله اغېزمنې شوې دي.

دا تازه مرستې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې بشري بنسټونه د افغانستان په ځینو برخو کې د پرله‌پسې نښتو او بې‌ځایه کېدو پېښو له امله، رامنځته شوو زیانونو ته د رسیدو په هڅه کې دي.

په دغو سیمو کې بنسټیزو خدمتونو او سرپناه ته محدود لاسرسی لا هم یوه جدي اندېښنه ده.

مرستندویه ادارو څو ځله خبرداری ورکړی، چې روان ناامني او اقتصادي ستونزې وضعیت نور هم کړکېچن کوي او ډېرې کورنۍ دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.