Search

چین د ټرمپ له ټاکل شوې سرمشریزې مخکې د ایران په اړه ډیپلوماتیکې هڅې زیاتوي

News image
28 وری 1405 - 11:11

رویټرز راپور ورکړی، چې چین د ایران د کړکېچ په تړاو خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې، په داسې حال کې چې د راتلونکې میاشت لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د یوې ټاکل شوې سرمشریزې چمتووالی هم نیسي.

د راپور له مخې، بېجینګ هڅه کوي داسې توازن وساتي، چې له یوې خوا د تاوتریخوالي د کمېدو ملاتړ وکړي او له بلې خوا له تهران سره خپلې اړیکې زیانمنې نه کړي. همداراز، چین غواړي د ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ ترمنځ لوړه کچه لیدنه، چې تمه ده د مې میاشتې په منځ کې ترسره شي، په ارام ډول ترسره شي.

شنونکي وایي، د چین دغه تګلاره د منځني ختیځ د انرژۍ پر سرچینو د دې هېواد د اتکا او پراخو جیوپولیټیکي ګټو له امله اغېزمنه شوې ده. ټرمپ مخکې ویلي وو، چې چین له ایران سره د وروستیو سولې خبرو په رامنځته کولو کې مرسته کړې او د شا تر شا ډیپلوماسۍ کې یې مهم رول لوبولی دی.

چین په دې وروستیو کې پراخې ډیپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړې دي؛ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له سیمه‌ییزو چارواکو سره ګڼې لیدنې او ټیلیفوني خبرې کړې، په داسې حال کې چې ځانګړي استازي ژای جون د خلیج او عربي هېوادونو څو پلازمېنې سفر کړې، څو د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په دې وروستیو کې د سولې څلور ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې، چې پکې د هېوادونو حاکمیت، سوله‌ییز ګډ ژوند، نړیوال قانون او متوازن پرمختګ ته ټینګار شوی دی، او چین هڅه کوي ځان د دې کړکېچ په منځ کې د ثبات راوستونکي ځواک په توګه مطرح کړي.

سره له دې زیاتېدلو هڅو، بېجینګ تر اوسه د امریکا پر اقداماتو مستقیمه نیوکه نه ده کړې. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي، چې دغه هېواد “ژوره اندېښنه” لري او له ټولو لورو یې غوښتي، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

دا ډیپلوماتیک تحرک په داسې حال کې زیات شوی، چې چین غواړي د سرمشریزې تر ترسره کېدو مخکې خپلې اقتصادي ګټې خوندي او ستراتیژیک ثبات وساتي. تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د سوداګرۍ مسایل او د لویو معاملو، لکه د الوتکو پېر، موضوعات هم وڅېړل شي.

دغه کړکېچ، چې د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوی، د سیمې معادلې بدلې کړې او د انرژۍ د امنیت او جیوپولیټیک ثبات په اړه نړیوالې اندېښنې یې زیاتې کړې دي. شنونکي وایي، چین هڅه کوي له ایران او امریکا دواړو سره اړیکې وساتي، خو په سیمه کې له ژور پوځي ښکېلتیا ډډه وکړي.