په میدان وردګو کې د طالبانو د ولایت مقام، ویلي چې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په «عزیز کلا»
سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې لیکلي، چې دا سراچه ډوله موټر د زیات سرعت له امله له سړکه
وتلی او چپه شوی دی.
مسوولینو د پېښې لامل د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
په هېواد کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې ترافیکي پېښې په بېسارې ډول
زیاتې شوې دي، چې د کارپوهانو په وینا اصلي لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب
سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول دي.
بلخوا د طالبانو حکومت څو ځله له چلوونکو غوښتي، چې د سفر پر مهال
احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند ته جدي پام وکړي.
څه موده وړاندې د طالبانو ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي
وو، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه به په مسافر وړونکو موټرو کې د GPS وسایل نصب شي.