رویټرز راپور ورکړی چې د هند بیرغ لرونکي دوه د تېلو ټانکرونه د شنبې په ورځ هغه مهال تر برید لاندې راغلل، کله یې چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو هڅه کوله.
د هند د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه تایید کړې ده.
د دې پېښې په غبرګون کې، هند په نوې ډیلي کې د ایران سفیر محمد فتحعلي د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی، څو د بهرنیو چارو له مرستیال ویکرام میسري سره وګوري. په دې کتنه کې، میسري د یادو ډزو پېښې په اړه د هند «ژوره اندېښنه» څرګنده کړه.
هغه له ایراني سفیر څخه وغوښتل چې د هند دریځ د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي او ټینګار یې وکړ چې باید ژر تر ژره هغه هڅې بېرته پیل شي، چې د هرمز تنګي له لارې د هند پر لور د کښتیو خوندي تګ راتګ تضمین کړي.
د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یو مهمه لاره بلل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د سیمهییزو ترینګلتیاوو یوه حساسه نقطه ده، او هره ورځ د نړۍ د تېلو د لېږد لویه برخه له همدې لارې تېرېږي.