Search

طالبان: تېر کال ۳۶ خیریه بنسټونه تړل شوي او د ۱۶ ټولنو فعالیتونه لغوه شوي

News image
30 وری 1405 - 11:13

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال پر مهال یې ۳۶ خیریه بنسټونه او اتحادیې د یو شمېر سرغړونو له امله تړلي او د ۱۶ ټولنو د فعالیت جوازونه یې لغوه کړي دي.

دغه وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدام د تېر کال پر مهال د ۱۸۱ خیریه بنسټونو او اتحادیو د څارنې پر مهال ترسره شوی دی.

 په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یو شمېر نورو خیریه بنسټونو او ټولنو ته لازمې سپارښتنې هم شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موده کې ۲۲۷ نورو خیریه بنسټونو او ټولنو ته د فعالیت جوازونه هم ورکړل شوي دي.