Search

نا معلومو کسانو کندهار کې ټکسي چلوونکي وژلی او زوی یې سخت ټپي کړی دی

News image
31 وری 1405 - 07:17

په کندهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید تایید کړې چې تېره ورځ یکشنبه یو ټکسي چلوونکی د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په «سرکاري باغ» سیمه کې د یو شمېر کسانو له خوا په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا، بریدکوونکو دغه کس د مېلې په پلمه او د دوو ښځو په ملتیا تر یادې سیمې پورې بیولی و، چې هلته یې د هغه تر وژلو وروسته د نوموړي زوی هم سخت ټپي کړی دی.

جمشید وايي، تر اوسه د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د عاملینو د پېژندلو او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په یو شمېر ولایتونو کې د جنايي پېښو په اړه راپورونه زیات شوي دي.