Search

طالبانو په خوست کې ۹۵ توپنګچې او ۲۵۰۰ مرمۍ نیولي دي

News image
31 وری 1405 - 09:43

په خوست ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وايي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د دغه ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنيو خېلو په سیمو کې ۹۵ توپنګچې او ۲۵۰۰ مرمۍ نیولي دي.

د نوموړي په وینا، دا وسلې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدلې او په یوه الټو موټر کې ځای پر ځای شوې وې، چې د دوو کسانو له خوا لېږدول کېدې.

ګربز تېره شپه ناوخته په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو په وروستیو کې د وسلو د قاچاق د مخنیوي په موخه امنیتي عملیات