Search

ملګري ملتونه: ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

News image
31 وری 1405 - 11:25

د ملګرو ملتونو د انساني استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وایي چې په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې په افغانستان کې ۴.۲ میلیونه کسان بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري، څو وکولای شي بېرته په عادي ډول خپلو کورونو کې ژوند پیل کړي.

د دغه پروګرام د افغانستان څانګې نن (دوشنبه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د باکو په نړیوال ښاري فورم کې یې د دغو خلکو د ستونزو په اړه بحث کړی او هڅه کوي د هغوی لپاره د مرستو زمینه برابره کړي، څو بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د پراخ بشري او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، او د کډوالۍ، بې‌ځایه کېدو او د سرپناه کمښت ستونزې د میلیونونو کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز لري.