Search

په افغانستان کې د بې کورۍ بحران؛ طالبانو د کورونو جوړولو لپاره نوی حکم صادر کړ

News image
31 وری 1405 - 11:49

طالبانو رئیس‌الوزرا ټولو دولتي ادارو او ولایتونو ته نوی حکم کړی چې له دې وروسته، د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې خلکو ته د یو لړ مشخصو اسنادو او تاییدونو وروسته د ودانیو او کورونو د جوړولو اجازه ورکړل شي.

د دغه حکم له مخې، هغه کسان چې غواړي کورونه جوړ کړي، باید شرعي قباله، د مالیې اسناد، د معاملې سند (رهنما یا عرفي سند) او د جومات د امام تایید ولري، څو ښاروالۍ ورته د جوړولو اجازه ورکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې په دې برخه کې دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي. همدارنګه د ځمکو اړوند ادارو ته دنده سپارل شوې چې د یوې میاشتې په موده کې د ځمکو نقشې ښاروالیو ته وسپاري.

د طالبانو د لارښوونې له مخې، ښاروالۍ باید په همدې موده کې هغه سیمې مشخصې کړي چې سیلابي، تاریخي یا د ښار جوړونې له نظره ممنوعه دي، څو د کورونو جوړول پکې محدود شي.

دغه حکم په ځانګړي ډول د لویو ښارونو، په تېره بیا کابل، لپاره دی، او پکې ویل شوي چې هغه کسان چې غواړي کورونه جوړ کړي، باید شرعي قباله ولري، مالیه یې ورکړې وي، د معاملې اسناد او عرفي سند ولري او همدارنګه د جومات د امام، دوه ګاونډیانو او د محل د وکیل له خوا تایید هم ترلاسه کړي، تر څو وکولای شي د کور جوړولو اجازه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د ښارونو پراخېدل، غیرمنظمې ودانۍ او د ځمکو د ملکیت شخړې زیاتې شوې، او ډېری خلک د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله د کور جوړولو له ستونزو سره مخ وو.