Search

میدان وردګ کې د نږدې ۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې

News image
1 غویی 1405 - 09:54

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ د سنګلاخ تفریحي سیمې د سړک جوړولو چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا سړک به د ولسوالۍ له درې‌لارې څخه د خروټو کلي تر حدبخشي سیمې پورې د ۲.۶ کیلومتره په اوږدوالي جوړ شي، او ټاکل شوې ده چې چارې یې په نهو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د سیمې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، او د بشپړېدو وروسته به یې د ولسوالۍ اوسېدونکو، په ځانګړي ډول سیلانیانو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.