Search

بدخشان کې د واورې ښویېدنې څلور کسان وژلي

News image
2 غویی 1405 - 14:04

د طالبانو د بدخشان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د کوف‌آب ولسوالۍ د دره شخرو په سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان وژل شوي دي.

د یادې قومندانۍ په وینا، دغه کسان د کار لپاره راغستان ولسوالۍ ته روان وو، چې په لاره کې د برف‌کوچ لاندې شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، د یادو کسانو جسدونه نن (چهارشنبه) له واورې را ایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
بدخشان د افغانستان له غرنیو او سړو ولایتونو څخه دی، چې هر کال د ژمي او پسرلي په موسمونو کې پکې د واورې ښویېدنې پېښې رامنځته کېږي.

د لرو پرتو سیمو خلک، چې ډېری وختونه د کار او تګ راتګ لپاره له خطرناکو لارو ګټه اخلي، له ورته طبیعي پېښو سره مخ کېږي.