Search

کابل کې د بزګر مېله او د کرهڼیزو محصولاتو ۳۴م ملي نندارتون پرانستل شو

News image
2 غویی 1405 - 15:04

د طالبانو د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې د بزګر مېله او د «د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه؛ د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لاره» تر سرلیک لاندې د کرهڼیزو محصولاتو ۳۴م ملي نندارتون پرانستل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند مولوي شېر محمد حاتمي وايي، دغه نندارتون له نن (چهارشنبې) پیل شوی او د روانې غوايي میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي. د هغه په وینا، په ۲۶۳ غرفو کې بېلابېل کرهڼیز محصولات، د باغدارۍ او مالدارۍ وسایل، زعفران، طبي بوټي، کرهڼیز ماشینونه او نور اړوند توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو د کرهڼې وزیر مولوي عطاءالله عمري له پانګوالو غوښتنه کړې، چې د وارداتو پر ځای د کرهڼیزو او مالدارۍ محصولاتو پر تولید او پراختیا پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې، چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان نه یوازې د کرهڼې او مالدارۍ په برخه کې پر ځان بسیا شي، بلکې د دې سکتور د محصولاتو صادرات به هم پیل کړي.

شالید:
د بزګر مېله او د کرهڼیزو محصولاتو ملي نندارتون هر کال په کابل کې جوړېږي، چې موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د پانګونې جلبول او د کرهڼې سکتور پیاوړتیا ده. افغانستان یو کرهڼیز هېواد بلل کېږي، چې ډېری خلک یې له همدې لارې خپل عاید تر لاسه کوي، خو لا هم دا سکتور د پانګونې او عصري کېدو جدي اړتیا لري.