Search

طالبان له روسیې د نفتو د پېرلو نوي تړونونه کوي

News image
3 غویی 1405 - 13:26

د روسیې د سوداګریز مرکز مشر په افغانستان کې، رستم خبیبولین، ویلي چې طالبان غواړي له روسیې سره د څو نويو تړونونو په لاسلیکولو سره د نفتو محصولات وپېري.

د روسي رسنۍ ریا نووستي د راپورونو له مخې، نوموړي زیاته کړې چې دا تړونونه به د روان ۲۰۲۶ میلادي کال د می میاشتې په ترڅ کې د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي فورم په چوکاټ کې د کازان په ښار کې لاسلیک شي.

د راپور له مخې، د نفتو تر څنګ به روسیه خپل کرنیز محصولات هم طالبانو ته صادر کړي.

روسي رسنیو همداراز ویلي چې د افغانستان د زیربناوو د پراختیا لپاره د پانګونې په موخه له یوې روسي ساختماني کمپنۍ سره د تړون لاسلیک هم د اجنډا برخه ده.

خبیبولین ویلي: «ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د افغان لوري لپاره د نفتو او کرنیزو محصولاتو د پېرلو درې تړونونه او همدارنګه د افغانستان د زیربناوو په پراختیا کې د یوې روسي ساختماني کمپنۍ د پانګونې تړون لاسلیک شي.»

د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي فورم به د روان کال د می له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې د کازان په ښار کې ترسره شي.