Search

متقي: په سیمه کې د اوربند دوام د امنیت او ثبات لپاره مهم دی

News image
3 غویی 1405 - 12:05

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي هیله لري چې په سیمه کې اوربند دوام ومومي، څو د سیمې هېوادونه په امن کې ژوند وکړي.

متقي دا څرګندونې نن (پنجشنبه) په کابل کې د غېږنیونې نړیوالو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او ویې ویل چې د اوربند د دوام په صورت کې به وضعیت لا ډاډمن شي او ورته نړیوالې سپورتي برنامې به هم زیاتې شي.

هغه همدارنګه په دغو سیالیو کې د ایران د لوبغاړو له ګډون څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د ستونزو سره سره یې ګډون د ستاینې وړ دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه یادونه وکړه چې تېره ورځ یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماټیکو هڅو هرکلی کړی و او ټینګار یې کړی و چې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.