د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو څخه ۳۳۴ افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه) پر خپل اېکس لیکلي
چې یاد بندیان د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن– سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته داخل شوي او له لومړنیو مرستو
وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه افغانان په پاکستان
کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او تر درې میاشتو پورې
بندیان وو.
تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۸۲
افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي وو.