Search

په افغانستان کې د واکسین نړیواله اوونۍ پیل شوه

News image
4 غویی 1405 - 08:28

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین نړیوالې اوونۍ د پیل اعلان کړی او د ژوند ژغورنې او د ټولنو د ساتنې لپاره یې د واکسینونو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې واکسین د نسلونو راهیسې د عامې روغتیا په ساتنه، د کورنیو په خوندیتوب او د ټولنو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی، نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، اډوېن سېنیزا سالوادور، ویلي چې واکسینونه د بشریت له سترو لاسته راوړنو څخه دي چې همدا نن ژوندونه ژغوري او د راتلونکو نسلونو ساتنه کوي.

د دې کمپاین له مخې، واکسین کول د عمر ټولو پړاوونو لپاره اغېزمن دي — له نویو زېږېدلو ماشومانو نیولې تر زړو کسانو پورې — او د ناروغیو د مخنیوي یو مهم وسیله بلل کېږي.

د واکسین نړیواله اوونۍ هر کال د دې لپاره نمانځل کېږي چې د ټولو عمرونو خلکو د ناروغیو پر وړاندې د ساتنې لپاره د واکسین کارونه وهڅول شي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د روغتیايي نظام له ننګونو او د خدماتو له محدود لاسرسي سره مخ دي.