د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونو ته یې امر کړی چې د هرمز تنګي په اوبو کې پر هر ډول ماین ایښودونکو بېړیو پر وواندې اقدام وکړي.
نوموړي په خپل ټولنیز پلاتفورم کې لیکلي چې د داسې ګواښونو په ځواب کې باید هېڅ ډول ځنډ و نه شي، او زیاته کړې یې ده چې د امریکا د ماین پاکۍ بېړۍ لا دمخه په سیمه کې فعالې دي او د خپلو فعالیتونو د زیاتولو امر ورته شوی دی.
ټرمپ همداراز ادعا کړې چې د مقابل لوري سمندري وړتیاوې په پام وړ ډول کمزورې شوې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د هرمز تنګي په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او دا تنګی د نړۍ د تیلو د لېږد یوه مهمه لار ګڼل کېږي، چې تل د امنیتي اندېښنو په مرکز کې پاتې شوی دی.