Search

پنټاګون د ایران پر سر له ناټو متحدینو سره د اختلافاتو له امله د فشار اقدامات ارزوي

News image
4 غویی 1405 - 13:16

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ځینو چارواکو ویلي، د پنټاګون یو داخلي ایمیل د هغو ناتو متحدینو پر وړاندې د احتمالي اقداماتو وړاندیزونه مطرح کړي چې د ایران سره په روان کړکېچ کې د امریکا له پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي.

د موضوع ته خبرو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو وړاندیزونو کې د هسپانیا د ناتو له غړیتوب څخه د ځنډولو امکان او د فاکلنډ ټاپوګانو په اړه د بریتانیا پر ادعا د واشنګټن د دریځ بیاکتنه هم شامله ده.

یو امریکايي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کړې، ویلي دا ایمیل په پنټاګون کې د هغو متحدینو پر وړاندې د نارضایتۍ څرګندونه کوي چې د امریکا پوځي عملیاتو ته د اډو، تګ راتګ او هوايي حریم د کارولو اجازه نه ورکوي.

د راپور له مخې، په سند کې دغه ډول همکاري د ناتو د غړیتوب اساسي تمه بلل شوې او وړاندیز شوی چې د هغو هېوادونو رول محدود شي چې همکاري نه کوي.

ډونالډ ټرمپ څو ځله د ناتو پر متحدینو نیوکه کړې چې د هرمز تنګي د امنیت په برخه کې کافي ملاتړ نه کوي، او ان یې د دغه تړون په اړه د امریکا د ژمنو د بیا ارزونې احتمال هم مطرح کړی دی.

د پنټاګون چارواکو ویلي چې دا وړاندیزونه د اروپایي متحدینو ته د قوي پیغام د لېږلو لپاره دي او هغه څه ته ځواب دی چې دوی یې د ځینو هېوادونو «د امتیاز احساس» بولي.

بلخوا، د هسپانیا حکومت دغه راپور کم اهمیت بللی او ویلي یې دي چې رسمي پالیسۍ د داخلي ایمیلونو پر بنسټ نه ټاکل کېږي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ایران له کړکېچ وروسته د امریکا او د ناتو د متحدینو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د دې پوځي تړون د راتلونکي یووالي په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.