Search

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره: د افغان کډوالو د بېرته لېږلو دروازې خلاصې پاتې دي

News image
6 غویی 1405 - 09:13

د انډیپېنډنټ د راپور له مخې، د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د دې احتمال نه دی رد کړی چې رد شوي افغان پناه غوښتونکي دې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستول شي؛ هغه اقدام چې کولی شي د موجوده پالیسۍ په چوکاټ کې لوی بدلون رامنځته کړي.

محمود ویلي چې هغه د کابل او د اروپایي اتحادیې د هېوادونو ترمنځ د احتمالي بېرته ستنولو د پروګرام اړوند روان بحثونه “له نږدې څاري”.

هغې زیاته کړې چې د برېتانیا په حکومت کې هم په دې اړه داخلي مشورې روانې دي.

هغې ویلي: «زه دا نه تأییدوم او نه یې ردوم،» او زیاته یې کړه چې حکومت په دې تمرکز کوي چې نور هېوادونه ورته موضوعات څنګه اداره کوي.

د اوسني برېتانوي سیاست له مخې، رد شوي افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته نه شي لېږدول کېدای، ځکه برېتانیا د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمي ډول نه پېژني. هر ډول بدلون په دې پالیسۍ کې به د لوی سیاستي بدلون په معنا وي او د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره به مخ شي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې افغانستان د “بشري حقونو قبرستان” بللی، او ویلي یې دي چې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې له مخې یې له ۱۱ کلنۍ پورته نجونې له زده‌کړو او ډېرو دندو منع شوې دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې سویډن تایید کړې د کابل او بروکسل ترمنځ د بېرته ستنولو د احتمالي هوکړې په اړه د خبرو منځګړیتوب کوي. راپورونه ښيي چې له ۲۰ څخه زیات د اروپایي اتحادیې هېوادونه ورته اقدامات تر غور لاندې لري، او ځینې هېوادونه لکه جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې د افغان وګړو ځینې ډیپورټونه هم پیل کړي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، افغانان د ۲۰۲۵ کال د جون تر پایه په برېتانیا کې د وړو کښتیو له لارې د راتلونکو کسانو تر ټولو لویه ډله وه، چې شمېر یې ۶،۳۶۰ ته رسېږي—یعنې د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۲۹،۶۰۰ افغانانو په برېتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د منلو کچه هم په چټکۍ سره راټیټه شوې، چې له ۲۰۲۳ کال کې له ۹۹ سلنې څخه په ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸ سلنې ته راښکته شوې ده، وروسته له هغه چې د پناه غوښتنې لپاره سخت معیارونه وضع شول.

د کډوالۍ متخصصې میډلېن سمپشن ویلي چې د پناه غوښتنې رد عموماً دا معنا لري چې حکومت فکر کوي فرد کولی شي په خپل هېواد کې په خوندي ډول ژوند وکړي، خو په عملي ډول ډېر هېوادونه لا هم افغانستان ته د بېرته ستنولو څخه ډډه کوي.

وروستي د ملګرو ملتونو موندنې په افغانستان کې د وضعیت خرابېدو ته اشاره کوي، چې پکې د نیونو، شکنجې، د خبریالانو پر وړاندې محدودیتونو او د ښځو پر زده‌کړو، کار او تګ راتګ سخت بندیزونه شامل دي.

د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمول د خپل حکومت مهم هدف ټاکلی. په همدې حال کې، محمود د کډوالۍ سختې پالیسۍ معرفي کړې، چې پکې له فرانسې سره د ځینو هغو کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه هم شامله ده چې په وړو کښتیو برېتانیا ته رسېږي.

د نوو مقرراتو له مخې، هغه کسان چې د پناه غوښتنه ترلاسه کړي، ښايي تر ۲۰ کلونو پورې انتظار وباسي څو دایمي اقامت ته درخواست ورکړي. حکومت همدارنګه د افغانانو او څو نورو هېوادونو لپاره د زده‌کړو ویزې سختې کړې دي، وروسته له هغه چې د پناه غوښتنو شمېر زیات شو.