د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تېرو څو ورځو پر مهال ۲۴ قلمه تاریخي اثار کشف او د دغه ولایت موزیم ته لېږدول شوي دي.
یاد وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تاریخي اثار د
غزني ښار په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي، چې یو ډبرین لیکل شوی اثر او ۲۳ بېلابېل
خټین اثار پکې شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اثار د وروستیو سېلابونو او بارانونو له
امله د ځمکې له لاندې راڅرګند شوي او کشف شوي دي.
غزني د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د لرغوني تمدن اوږد تاریخ
لري او د اسلامي او مخکېني دورې ګڼ شمېر تاریخي اثار پکې موندل شوي دي.
دغه ولایت د لرغونپوهنې له پلوه د هېواد له مهمو زونونو شمېرل کېږي او
وخت ناوخت پکې د بېلابېلو دورو آثار تر لاسه کېږي، چې بیا د دولت له خوا موزیمونو
ته سپارل کېږي.