په غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په عسکرکوټ سیمه کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
یادې قومندانۍ ویلي، دغه چاودنه پرون (شنبه) هغه مهال رامنځته شوه چې
یاد کس د ټراکټور په وسیله په ځمکه کې کار کاوه.
د غزني امنیه قومنداني زیاته کړې چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پخوانیو جګړو له امله پاتې
ماینونه او ناچاوده توکي لا هم د ملکي وګړو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.