Search

د طالبانو او ازبکستان د عامې روغتیا وزیرانو د روغتیايي همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې

News image
6 غویی 1405 - 13:32

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د ازبکستان د عامې روغتیا له وزیر اسیلبیک خدایاروف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو د بلخ ولایت مقام کې د یوې ناستې پر مهال د روغتیايي متخصصینو د ظرفیت لوړولو، د هیموفیلیا ناروغانو د درملنې، د ناروغانو لپاره د ویزو د اسانتیاوو برابرولو، د خوړو او درملو د کیفیت د کنټرول او د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

همدارنګه، جلالي ازبکستاني شرکتونو ته په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.
طالبان هڅه کوي د ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول روغتیايي سکتور کې، خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د درملو تولید، د طبي تجهیزاتو برابرول او د روغتیايي کارکوونکو روزنه هغه مهمې برخې دي چې د بهرنیو همکاریو له لارې یې د پیاوړتیا هڅې روانې دي.