Search

د بیا مېشتېدو کړکېچ د پراخېدو سره،په قطر کې د امریکا افغان متحدین د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

News image
7 غویی 1405 - 07:22

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، شاوخوا ۱۱۰۰ تنه هغه افغانان چې د امریکا له ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، له خپلو کورنیو سره یو ځای لا هم په قطر کې بند پاتې دي او له یوه کال څخه زیات وخت کېږي چې د دوحې په څنډه کې د امریکا په پخوانۍ اډه کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دغه افغانان، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته ایستل شوي وو، دا مهال په «کمپ السیلیه» کې مېشت دي او امریکا ته د بیا مېشتېدو په تمه دي.

یو پخواني افغان ژباړن، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له ښودلو ډډه کړې، ویلي: «موږ ټول په سخت اضطراب کې ژوند کوو… داسې احساس کوو لکه په یوه بې‌برخلیکه حالت کې بند پاتې یو.»

د افغان کډوالو د دوسیو بهیر وروسته له هغه ټکنی شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه او وروسته یې د همدې کال په نومبر کې د افغانانو ټولې کډوالۍ دوسیې هم وځنډولې.

د کمپ اوسېدونکي اندېښنه لري چې که افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو له غچ اخیستنې سره به مخ شي، او تر اوسه کومه بله روښانه بدیله لاره هم نه ده وړاندې شوې.

د «افغان ایواک» په نوم مدافع ډلې ویلي، امریکايي چارواکي داسې یو وړاندیز ارزوي چې له مخې به یې د کمپ اوسېدونکي د دوو انتخابونو ترمنځ پرېکړه کوي: یا افغانستان ته ستنېدل او یا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته لېږد.

خو د کمپ اوسېدونکو په یوه پرانیستي لیک کې دا وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې د امنیتي خطرونو له امله افغانستان ته نه شي ستنېدای او نه هم غواړي بل ناامن هېواد ته ولاړ شي.

یوه مېرمن، چې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې له خپل ماشوم سره کمپ ته رسېدلې، ویلي: «زموږ اندېښنه امنیت دی… موږ داسې یو ښه او خوندي هېواد غواړو چې هلته خپل ژوند له سره جوړ کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه کانګو ته د افغانانو د لېږد پلان نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي چې درېیم هېواد ته انتقال کولای شي د هغوی لپاره امنیت او نوی پیل برابر کړي.

بل پلو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بهر کې مېشت افغانان کولای شي په خوندي ډول هېواد ته راستانه شي، خو دا ادعا د کمپ د اوسېدونکو او نړیوالو څارونکو له اندېښنو سره په ټکر کې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پخوانیو چارواکو او امنیتي منسوبینو پر وړاندې د خپل‌سرو نیونو، توقیفونو او ناوړه چلند لسګونه پېښې ثبت شوې دي، چې ځینې بېرته ستانه شوي کسان هم پکې شامل دي.

د کمپ اوسېدونکو همداراز د سیمې د وروستیو ترینګلتیاوو پر مهال وېره څرګنده کړې، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د ایران له لوري د خلیج په سیمه کې پر امریکايي اډو توغندیز بریدونه وشول او د کمپ شاوخوا چاودنې واورېدل شوې.

ډېرې کورنۍ په محدودو شرایطو کې ژوند کوي او د تګ راتګ ازادي نه لري، یوازې د جدي طبي بیړنیو حالاتو پر مهال له کمپ څخه وځي.

د امریکا حکومت د افغانستان ته د رضاکارانه ستنېدو لپاره مالي امتیازات هم وړاندیز کړي، چې ویل کېږي ځینو کسانو منلي دي، خو ډېرو نورو دا وړاندیز د روانو امنیتي خطرونو له امله رد کړی دی.

یو اوسېدونکي ویلي: «امنیت داسې څه نه دی چې پرې معامله وشي»، او زیاته کړې یې ده چې هېڅ اندازه پیسې به یې قانع نه کړي چې د اوسنیو شرایطو لاندې افغانستان ته ستنی شي.