ځايي سرچینو کابل ټریبیون ته ویلي چې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې ناپېژانده وسله والو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.
د سرچینو په وینا، دغه ناپېژانده کسان تېره شپه یو کور ته ورننوتي او
د یوې ښځې په ګډون یې څلور کسان وژلي دي.
د سرچینې په خبره، بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي. سهار
ناوخته د طالبانو امنیتي کسان د څېړنو لپاره سیمې ته رسېدلي، خو د بریدګرو په اړه
یې هېڅ نښه نه ده موندلې او یوازې یو څادر په کور کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو له لوري د پېښې له ځایه د وژل شویو کسانو
جسدونه د څېړنو لپاره لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده معلومه او هېڅ کومې ډلې یې مسوولیت نه
دی منلی.