Search

یو ان ډي پي: په کندهار کې د چک ‌ډیم پروژه شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ کلیو ته د اوبو ګټه رسوي

News image
7 غویی 1405 - 10:33

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د «انزګۍ» چک‌ډیم پروژه د اوبو د لاسرسي په ښه والي او د ځايي خلکو د معیشت په ملاتړ کې مرسته کوي.

دغه اداره په خپله ایکس پاڼه (X) لیکلي چې دا پروژه د جاپان د حکومت په ملاتړ پلي شوې ده او موخه یې د ځمکې لاندې اوبو بیا پیاوړي کول دي.

د د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په وینا، تمه کېږي چې له دې پروژې څخه شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ کلي ګټه واخلي.

د د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په خبره ، دا چک‌ډیم د موسمي سېلاب اوبه راټولوي، د اوبو بهېدنه کموي او په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.

په دې سیمه کې اوسېدونکي له تېرو کلونو راهیسې له سختو اوبو کمښت سره مخ دي، چې د کم باران او د څاګانو وچېدو له امله کرنه او معیشت جدي اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي چې دا نوښت د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا، د اوبو د امنیت د ښه کولو او د افغانستان په جنوب کې د کلیوالو ټولنو د ملاتړ د پراخې هڅې برخه ده.