Search

سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا او سیمه ‌ییز ثبات غږیدلی دی

News image
7 غویی 1405 - 10:43

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د چین د سفارت له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، سیمه‌ییز وضعیت او د همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو بحث کړی او د سیمه‌ییزو مسایلو په اړه د چین د هڅو یادونه شوې ده.

په کتنه کې ټینګار شوی چې افغانستان د سیمې د عمومي ثبات غوښتونکی دی او د طالبانو حکومت تمرکز د خپلو داخلي ستونزو پر حل، د امنیت پر ټینګښت او د خلکو پر اقتصادي او ټولنیزې هوساینې دی.

دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ډیپلوماتیک او اقتصادي اړیکې پراخې کړي، په ځانګړي ډول له چین سره چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان په اقتصادي پروژو او سیمه‌ییز اتصال کې علاقه څرګنده کړې ده.

چین بیا له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د ثبات، امنیت او د ګډو اقتصادي ګټو پر اهمیت ټینګار کوي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ملاتړ کوي.