Search

په کندهار کې د هوټل ودونو وخت تر شپې ۱۲ بجو محدود شو؛ نوی محدودیت له راتلونکې اوونۍ پلې کېږي

News image
7 غویی 1405 - 11:05

ځايي سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست په هوټلونو کې د ودونو د مراسمو لپاره نوی وخت محدودیت ټاکلی دی.

د سرچینې په وینا، له دې وروسته د هوټل ودونو مراسم باید تر شپې ۱۲ بجو پورې پای ته ورسېږي، او تر دغه وخته وروسته به د واده مراسمو دوام اجازه نه لري.

سرچینه زیاتوي چې دا پرېکړه به له راتلونکې اوونۍ څخه په رسمي ډول عملي شي، خو تر اوسه د دې محدودیت د لامل په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د راپور له مخې، په دې اړه د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له لوري رسمي اعلامیه هم نه ده خپره شوې.