د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، نړیواله ټولنه باید د سیاسي او اقتصادي بندیزونو پر ځای له افغانستان سره تعامل ته مخه کړي او عملي سیاسي او اقتصادي تګلارې غوره کړي.
ملا برادر دغه څرګندونې نن (دوشنبه) د جوزجان ولایت په یتیمطاق سیمه
کې د سمنټو د تولیدي فابریکې د جوړېدو د پیل په مراسمو کې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې بندیزونه نه شي کولای په افغانستان کې د پانګونې مخه
ونیسي او نه هم د هېواد اقتصاد کمزوری کړي.
د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال همداراز ویلي، هڅه کوي چې په
هېواد کې د اړتیا وړ توکي په کور دننه تولید شي او پر وارداتو تکیه کمه کړل شي.
نوموړي زیاته کړې چې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا به د اقتصادي ودې، د
کارموندنې د زیاتوالي او د ځان بسیاینې په لور مهم ګام وي.