د ملګرو ملتونو د مېشتځایونو اداره (UN-Habitat) وايي، افغانستان د چټک ښاري کېدو له بهیر سره مخ دی او وړاندوینې ښيي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هر دوو افغانانو یو په ښارونو کې ژوند کوي.
دې ادارې په خپله ایکس پاڼه (X) لیکلي چې دا بدلون په نسبتاً لنډ وخت کې یو مهم تحول بلل کېږي او اړتیا ده چې د ښارونو وده په اغېزمن ډول مدیریت شي.
د د ملګرو ملتونو د مېشتځایونو ادارې په وینا، دا بهیر باید په یوه فرصت بدل شي، څو د دوامدار پرمختګ، اقتصادي ودې او اوږدمهاله سوکالۍ لپاره زمینه برابره شي.
په اعلامیه کې د ښاري پلان جوړونې او بنسټیزو اسانتیاوو پر اهمیت هم ټینګار شوی، ځکه چې د هېواد نفوس په زیاتېدونکي ډول ښارونو ته مخه کوي.