Search

ګوټرېش د هرمز تنګې د پرانیستې او د کښتيو د ازاد تګ راتګ غوښتنه وکړه

News image
8 غویی 1405 - 09:57

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د تنګه هرمز د پرانیستې او په دې مهمه سمندري لاره کې د ناوبري د حقونو او ازادیو د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ګوټرېش په ایکس کې لیکلي، چې باید د هرمز په تنګه کې د کښتیو تګ راتګ پرته له هر ډول خنډ، تبعیض او یا فیس اخیستلو تضمین شي، او ښکېلې خواوې باید دا لاره د ازادې سوداګرۍ لپاره پرانیزي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې له دې ستراتیژیکې لارې څخه خوندي او بې‌خنډه تېرېدنه نه یوازې اقتصادي اړتیا ده، بلکې بشردوستانه اهمیت هم لري.

د هرمز تنګه د نړۍ له مهمو انرژۍ لېږد لارو څخه شمېرل کېږي، او هر ډول محدودیت په کې کولی شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو او نړیوال اقتصاد پر وضعیت پراخ اغېز ولري.