د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د شاوخوا ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۶ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
یادې خونې نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تړونونه د ۱۴۰۵
هجري شمسي کال د غویي په ۹مه نېټه، د ازبکستان د سرخاندریا ولایت ته د افغان ۸۰
کسیز پلاوي د سفر پر مهال، د دواړو لورو ترمنځ په یوه ګډ سوداګریز کنفرانس کې
لاسلیک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه تړونونه د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې
او درملو په برخو کې دي.
په دې کنفرانس کې د ازبکستان د سرخاندریا والي اولوغ بیک قاسموف
ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري پراخه کړي او له دغه
هېواد څخه د ډبرو سکاره او پنبه وارد کړي.