Search

طالبانو د بریتانیا له استازي سره په کتنه کې له پاکستان سره د نښتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

News image
9 غویی 1405 - 13:47

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رئیسعبدالو اسع د بریتانیا د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي ریچارد لیندسي سره لیدنه کړې ده.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي،عبدالو اسع په دې لیدنه کې له پاکستان سره د روانو نښتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د پاکستان سره د نښتو، کډوالۍ او بشري مرستو په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رئیس د پاکستان له لوري پر ملکي سیمو، په ځانګړي ډول پر پوهنتونونو او کورونو بریدونه غندلي دي.

هغه ټینګار کړی چې طالبان تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکي پاتې شوي دي.

په خبرپاڼه کې د عبدالو اسع له قوله ویل شوي: «موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد استفاده وکړي، او پاکستان هم باید خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.»

په ورته مهال، د بریتانیا ځانګړي استازي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې له پاکستان سره د سولې بهیر پیاوړی کړي.

ریچارد لیندسي همداراز له طالبانو غوښتي چې اجازه ورکړي بشري مرستې د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلې شي.

د راپور له مخې، پاکستان دوه ورځې وړاندې د کنړ ولایت پر ځینو سیمو بریدونه کړي وو چې له امله یې مرګ‌ژوبله هم رامنځته شوې ده.