د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان به سږ کال د چین–سوېلي اسیا په لسم نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات به پکې نندارې ته وړاندې کړي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان شرکتونو د ګډون لپاره نن
(چهارشنبه) یوه ځانګړې غونډه ترسره شوې، چې په پایله کې پرېکړه شوې افغانستان به
په دې نندارتون کې د ۷۲ ځانګړو شوو غرفو له لارې ګډون وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه نندارتون کې به ۴۵ افغان شرکتونه خپل
تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او څلور نور شرکتونه به د نندارچيانو په توګه برخه
واخلي.
وزارت زیاته کړې چې افغان شرکتونه به په دغه نندارتون کې لاسي غالۍ،
زعفران، وچه مېوه، قیمتي ډبرې او ګڼ نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه نندارتون به د ۲۰۲۶ میلادي کال
د جون له ۱۱مې تر ۱۶مې نېټې پورې د چین په کونمینګ ښار کې جوړ شي.