د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د غویي په ۹مه نېټه په جوزجان ولایت کې د نږدې ۱ میلیارد او ۸۸۶ میلیون او ۴۷۰ زره افغانیو په ارزښت د برېښنا د دوو پروژو د کار پیل وشو.
د یاد وزارت په وینا، دغه پروژې د قوشتپې او درزاب ولسوالیو ته د
برېښنا د رسولو او لېږد په موخه پلي کېږي.
د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د دواړو ولسوالیو لپاره د ۲۵-۲۵
میګاولټ امپیر په ظرفیت دوه سبسټېشنونه جوړېږي، چې ورسره به شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته
د کار زمینه هم برابره شي.
سرچینه زیاتوي، یادې پروژې به د خصوصي شرکتونو له خوا په درې کلونو کې
بشپړې شي، او له بشپړېدو وروسته به په قوشتپې او درزاب ولسوالیو کې ۸۲ زره او ۲۰۰
کسانو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي.