Search

طالبان: د افغانستان د ناامنۍ په اړه د روسیې د دفاع وزیر څرګندونې بې ‌بنسټه دي

News image
10 غویی 1405 - 10:59

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف هغه څرګندونې رد کړې دي چې ویلي یې دي، افغانستان بې ‌ثباته دی او پوله یې د ترهګریزو بریدونو اساسي سرچینه ده.

مجاهد په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته او نه هم څوک کولای شي له دې هېواده نورو ته ګواښ پېښ کړي یا خپلسري فعالیتونه ترسره کړي.

د هغه په خبره، طالبان پر ټول افغانستان بشپړ کنټرول لري او هیچا ته د ناقانونه او خپلسرو فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

بلوسوف تېره سې‌شنبه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي و چې افغانستان د ترهګریزو بریدونو سرچینه ده او له پولو یې امنیتي ګواښونه راپورته کېږي.