Search

د استانبول غونډه؛ د افغانستان د همغږۍ ډلې شریکانو له افغانانو سره پر ملاتړ ټینګار وکړ

News image
10 غویی 1405 - 13:44

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) شریکانو د استانبول په یوه غونډه کې له افغانانو سره خپل ملاتړ یو ځل بیا تایید کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو د زیان‌منو قشرونو، په ځانګړي ډول د ښځو او بېرته راستنېدونکو د دوامداره ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې شریکانو د نوي شوي نړیوال پیوستون هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د روانو بشري او اقتصادي ستونزو په دوام باید د مرستو بهیر وساتل شي.

د افغانستان د همغږۍ ډله هغه چوکاټ دی چې نړیوال تمویل کوونکي او بنسټونه سره راټولوي څو خپلې مرستې همغږي او د ملاتړ تګلارې تنظیم کړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې میلیونونه افغانان لا هم له اقتصادي ستونزو، بې‌ځایه کېدو او بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له ننګونو سره مخ دي، چې تر ټولو ډېر یې ښځې او بېرته راستنېدونکي اغېزمن کړي دي.