یو بریتانیايي چارواکي ریچارډ لېنډسي ویلي چې کابل ته د خپل سفر پر مهال یې د طالبانو له لوړپوړو وزیرانو سره لیدنې کړې دي؛ لیدنې چې پکې یې له پاکستان سره د کړکېچ د کمولو، د نجونو د زدهکړو د بېرته پیل او ښځو ته د کار د اجازې غوښتنه کړې ده.
لېنډسي په اېکس کې په یوه لیکنه کې ویلي چې له طالب چارواکو سره یې «مهمې لیدنې» درلودې او ټینګار یې کړی چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمول او افغان ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار زمینې بېرته برابرول ضروري دي.
هغه همداراز د سیمه ییزو رسنیو او د مدني ټولنو د بنسټونو رول ته اشاره کړې، چې د بریتانیا له لوري یې ملاتړ کېږي، او د هغوی فعالیتونه یې حیاتي بللي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.
لېنډسي په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.