د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د بیان ازادۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغان خبریالان د سختو شرایطو سره سره لا هم مهم رول ترسره کوي.
نوموړي د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په دې وروستیو کې یې له یو شمېر افغان خبریالانو سره لیدلي، چې د خلکو اندېښنې انعکاسوي او هغو کسانو ته غږ ورکوي چې تر ټولو ډېرې مرستې ته اړتیا لري.
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ هر کال د مې په درېیمه لمانځل کېږي، چې موخه یې په ټوله نړۍ کې د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
دغه ورځ همدارنګه د هغو ننګونو یادونه کوي چې خبریالان ورسره مخ دي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې محدودیتونه، ګواښونه او معلوماتو ته د لاسرسي ستونزې لا هم د خپلواکو راپورونو پر وړاندې خنډ ګرځي.