Search

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ یوه ورځ کې ۸۷۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

News image
14 غویی 1405 - 10:06

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، یوازې د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۱۳مه  ۸۷۹ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې د دغو کورنیو ټول شمېر ۴ زره او ۶۱۷ کسانو ته رسېږي، چې د بېلابېلو سرحدي لارو له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، له یادو کورنیو څخه ۵۷۴ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې دي، او له ۸۶۸ کورنیو سره نغدي مرستې هم ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې ډول زیات شوي دي، او د دغو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې ټول افغانان به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۷۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، لا هم شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

بلخوا، د طالبانو چارواکو ډاډ ورکړی چې تر دې دمه یې د راستنېدونکو کډوالو بهیر په منظم ډول مدیریت کړی دی.