د «برکنل نیوز» د راپور له مخې د ځانګړو عملیاتو یو پخوانی افغان سرتېری د بریتانیا په برکنل ښار کې په یوې پېښه کې وژل شوی دی.
د راپور له مخې، لومړی بریدمن عبدالولي مومندزی، چې ۳۳ کاله عمر یې درلود، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه د برکنل د «مارکېټ اېن» پب ته نږدې، د اورګاډي او بس تمځایونو ترڅنګ په یوه موټر تمځای کې مړ وموندل شو.
پولیسو وروسته د ۳۵، ۳۳، ۳۳ او ۲۷ کلونو عمر لرونکي څلور کسان د قتل او برید په شک نیولي، خو ویلي یې دي چې یاد کسان تر پلټنو لاندې په ضمانت خوشې شوي دي.
مومندزی له دې مخکې د افغان ځانګړو ځواکونو غړی و او له برېتانوي ځواکونو سره یې ګډ کار کړی و. هغه د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې کې د کابل تر سقوط وروسته بریتانیا ته کډه شوی و او هلته یې د حکومت د بیا مېشتېدو پروګرام له لارې د کډوالۍ اسناد ترلاسه کړي وو.
د هغه مېرمن، حبیبه حیدري، چې ۳۴ کلنه ده او د ماشوم په تمه ده، ویلي چې هغه مهال اندېښمنه شوه کله چې مېړه یې د اپرېل د ۲۶مې په شپه کور ته راستون نه شو. هغې ویلي چې څو ځله یې له هغه سره د اړیکې هڅه وکړه او وروسته یې د ورک کېدو راپور ترلاسه کړ.
د راپورونو له مخې، مومندزي لومړی د وېسټ سسکس په کراولي ښار کې اوسېده، خو وروسته برکنل ته ولاړ، چېرې چې یې د موټرو د مینځلو په کارځای کې کار کاوه. نوموړي همداراز له برېتانوي ځواکونو سره پوځي روزنه ترلاسه کړې وه او په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د مشرتابه یو کورس هم بشپړ کړی و.
ځایي سرچینو ویلي چې هغه د اپرېل د ۲۵مې په شپه ناوخته د «مارکېټ اېن» پب کې له څو کسانو سره په لفظي شخړه کې ښکېل شوی و، چې لږ وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.
پولیسو تأیید کړې چې مومندزی د پېښې په ځای کې مړ شوی او ویلي یې دي چې په دې اړه پراخې پلټنې روانې دي. هغوی له خلکو غوښتي چې که معلومات لري، له پولیسو سره یې شریک کړي.
د سیمې د پارلمان غړي پېټر سواولو دغه پېښه «ډېره ټکان ورکوونکې» بللې او د قرباني له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
چارواکو ویلي چې ځانګړي روزل شوي افسران د پلټنو تر دوام پورې د قرباني له کورنۍ سره مرسته کوي.