د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د باور جوړونې د یو اقدام په توګه یې د ایراني بېړۍ د عملې د غړو د لېږد اسانتیا برابره کړې ده؛ هغه بهیر چې د امریکا له ملاتړ سره ترسره شوی دی.
یاد وزارت د ۲۰۲۶ کال د مې په ۴مه، په اسلاماباد کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۲ تنه عمله چې د «MV Touska» په نوم د نیول شوې ایراني کانټینري بېړۍ کې ساتل کېدل، پاکستان ته انتقال شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان تېره شپه د الوتکې له لارې پاکستان ته لېږدول شوي او تمه ده چې ژر به د ایران چارواکو ته وسپارل شي.
وزارت همداراز زیاته کړې چې یاده بېړۍ به د اړینو ترمیماتو وروسته بېرته د پاکستان تر سمندري قلمرو لاندې راوستل شي او بیا به خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا بهیر د ایران او امریکا د همکارۍ په ملاتړ همغږی شوی دی.
پاکستان دا اقدام د باور جوړونې یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د سیمې د سولې او امنیت لپاره به د منځګړیتوب، خبرو او ډیپلوماسۍ هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د وروستیو ترینګلتیاوو له امله سمندري تګ راتګ له خنډونو سره مخ شوی او د بېړیو د خوندیتوب مسله د نړیوالو اندېښنو له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلې ده.