د «هنلي پاسپورټ» نړیوال شاخص د تازه درجهبندۍ له مخې، د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ د تر ټولو کمزورو پاسپورټونو په کتار کې تر ټولو وروستی ځای خپل کړی دی.
دغه شاخص د هوايي ترانسپورت نړیوالې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی
او د یادې ادارې په وینا، دا د پاسپورټونو د ارزښت او د سفر د اسانتیاوو په اړه له
تر ټولو باوري او پراخو معلوماتي بنسټونو څخه شمېرل کېږي.
د راپور له مخې، سنګاپور د دې لېست په سر کې ځای لري او د دغه هېواد
وګړي کولای شي له ویزې پرته ۱۹۲ هېوادونو ته سفر وکړي.
برعکس، د افغانستان پاسپورټ لرونکي یوازې ۲۳ هېوادونو ته د ویزې پرته
د سفر امکان لري.
په دې درجهبندۍ کې له افغانستان وروسته سوریه، عراق او پاکستان هم د
نړۍ د کمزورو پاسپورټونو په ډله کې ځای لري.
د شاخص له مخې، سیاسي بېثباتي، جګړې او د کډوالۍ زیاتوالی د هغو مهمو
لاملونو څخه دي چې د دغو هېوادونو د پاسپورټ اعتبار یې محدود کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانانو د بهرنیو
سفرونو محدودیتونه زیات شوي او ډېری هېوادونو د ویزو ورکولو شرایط سخت کړي، چې دا
چاره د سوداګرۍ، زدهکړو او درملنې لپاره د خلکو پر تګ راتګ مستقیم اغېز کړی دی.