Search

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام: په کونړ کې ۵۰۰ انجونې زده کوونکې له لمریزې برېښنا برخمنې شوې

News image
15 غویی 1405 - 09:55

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې ویلي چې د لمریزې انرژۍ یوې پروژې د کونړ ولایت په یوه د نجونو ښوونځي کې د زده‌کړې شرایط ښه کړي او شاوخوا ۵۰۰ زده‌کوونکو ته یې مهم خدمات برابر کړي دي.

دغه ادارې په اېکس پاڼه کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د «منګوال د نجونو ښوونځی» اوس د ۸.۸ کیلوواټه لمریز برېښنا سیستم او د بیټرۍ د زېرمه کولو له اسانتیا سره سمبال شوی، چې له امله یې د رڼا، پنکو، د اوبو رسولو او د ساینسي لابراتوار د بیا فعالېدو زمینه برابره شوې ده.

دا پروژه د «په افغانستان کې د بنسټیزو او بشري اړتیاوو لپاره د انرژۍ د خدمتونو پراختیا» تر سرلیک لاندې د یوې پراخې برنامې برخه ده، چې موخه یې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې پاکې او باوري انرژۍ ته لاسرسی پراخول دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په وینا، دې پروژې په ټول هېواد کې له سلګونو بنسټونو سره مرسته کړې او د دوامدارې انرژۍ د حل‌لارو له لارې یې د پوهنې او روغتیايي خدماتو په ښه‌والي کې ونډه اخیستې ده.

یادې ادارې ویلي چې دا نوښت د انرژۍ د کمښت د حل ترڅنګ د بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې څرګندوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې له کمو امکاناتو سره مخ دي، او همدارنګه د ټولنې د پیاوړتیا لپاره د نوې کېدونکې انرژۍ رول په ګوته کوي.