Search

روبیو: د کیوبا اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی

News image
16 غویی 1405 - 08:22

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چې د کیوبا اوسنی وضعیت «د منلو وړ نه دی» او واشنګټن هڅه کوي چې دې مسئلې ته رسېدنه وکړي، خو دا اقدام به سمدستي نه ترسره کېږي.

روبیو په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې چې امریکا همداراز پلان لري کیوبا ته نورې مرستې برابرې کړي او دغه مرستې د کلیساوو له لارې د دې هېواد خلکو ته ورسوي.

هغه د دغو پروګرامونو د عملي کېدو د وخت یا څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې د کیوبا پر سیاسي او اقتصادي وضعیت نیوکې کړې او په دې هېواد کې یې د بدلونونو غوښتنه کړې ده.